معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان کې د یوه بس موټر د سوځېدو پۀ پېښه کې ۱۸ تنه مړه شوي

پاکستان کې د یوه بس موټر د سوځېدو پۀ پېښه کې ۱۸ تنه مړه شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۹ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د راپورنو له مخې، تېره ورځ د کراچۍ او اسلام آباد پر لویه لار یو مسافر وړونکي بس اور اخیستی، چې په پایله کې یې ۱۸ تنه مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د راپور پر بنسټ، ټپیان روغتون ته انتقال شوي چې د ډېرو يې وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د مرستندویه ادارې سرچینو ویلي، چې په بس کې تر ۴۰ پورې مسافر سپاره وو.
مرستندویه ادارو په پېښه کې د ژوندي پاتې شویو مسافرو له خولې ویلي، چې دا بس د کراچۍ څخه اسلام آباد ته روان وو چې د پېنډۍ بټیا سیمې سره نږدې د یو بل موټر سره ټکر شو او اور یې واخیست.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس