معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان کې مېشت افغان کډوال د روغتیايي خدماتو له محدودیتونو سر ټکوي

پاکستان کې مېشت افغان کډوال د روغتیايي خدماتو له محدودیتونو سر ټکوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسلام‌ آباد او پېښور کې مېشت یو شمېر افغان کډوال شکایت کوي، چې په دولتي روغتونونو کې ورته لازمي روغتیايي خدمات نه وړاندې کیږي او که یې شخصي روغتونونو ته لاړ شي، نو ترې د درملنې لوړې پیسې اخیستل کیږي.

افغان کډوال زیاتوي، چې د پاکستان اقتصادي بحران د دوی پر ژوند هم منفي اغېز کړی او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ورته ستونزمن شوی دی.

د اسلام‌ آباد پمز روغتون ویاند ډاکټر مبشر ویلي، هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري، یوازې د لومړنۍ طبي کتنې او عاجلې درملنې حق لري او وروسته ورته نور خدمات نه وړاندې کیږي، خو په وینا یې د پي او آر (PoR) کارت لرونکي کډوال کولای شي، په دولتي روغتونونو کې درملنه وکړي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د روغتیايي خدماتو محدودیت لا هم د اندېښنې وړ دی، چې د اقتصادي ستونزو له امله نور هم زیات شوی.

کډوال له پاکستاني چارواکو غواړي، چې د بشري ملاحظاتو له مخې د روغتیايي خدماتو د محدودیت ستونزه حل کړي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس