معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان کې چاودنې ۲۸ کسانو ته مرګ – ژوبله اړولې

پاکستان کې چاودنې ۲۸ کسانو ته مرګ – ژوبله اړولې

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۳ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې په دغه هېواد کې د پولیسو چارواکو ويلي، چې نن سهار په دېره اسماعیل خان کې ټانک اډې سره نږدې چاودنه کې پنځه کسان وژل شوي او د دریو پوليسو په شمول ۲۱ کسان ژوبل شوي دي.
د ژغورنې ډلې وايي، په ژوبلو کې د ترافیکو یو پولیس او يوه ښځه شامله ده.
د پولیس چارواکو په خبره، دا چاودنه نن هغه وخت وشوه چې ټانک اډې سره د پوليسو د ګزمې موټر په تېرېدو و.
پوليسو ويلي، د چاودنې د څرنګوالي په باب پلټنې پيل شوې دي.
تر دا مهاله د دې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس