معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پر ایران لګول شوي بندیزونه یو کال نور وځنډول شول

پر ایران لګول شوي بندیزونه یو کال نور وځنډول شول

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اروپايي ټولنې پر ایران لګول شوي بندیزونه د یوه بل کال لپاره هم ځنډولي دي.

د اروپايي ټولنې شورا ویلي، چې دا پرېکړه یې په اوکراین کې د جګړې د ملاتړ په خاطر کړې ده.

د خبر پر بنسټ ایران تورن دی، چې د اوکراین په جګړه کې د مسکو تر څنګ ولاړ دی او ډرون الوتکې ورکوي.

د اروپايي شورا په بندیزونو کې د ایران د ډرون الوتکو صنعت او په‌ کې ښکېل اشخاص شاملیږي.

اروپايي شورا دغه راز ویلي، چې په دې اړه یې له مخکې څخه ایران ته خبرداری هم ورکړی و.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس