کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۴ مه نېټه):
د ناروې د کډوالو د شورا رییس ويلي، په خېریه ټولنو کې د ښځو پر کار د بندیز له لرې کېدو سره سم به دوی د ژوند ژغورنې په هدف له افغانانو سره خپلې مرستې سمدستي بیا پیل کړي.
د ناروې د کډوالو د شورا رییس یان ایګلنډ چې د افغان حکومت له مشرانو سره د خبرو لپاره افغانستان ته راغلی، په یوه ویډیويي پیغام کې چې تېره شپه یې پر خپل ټويټر خپور کړی ویلي، د دې بندیزونو د لرې کولو لپاره به له خپلو هڅو لاس وانه خلي.
نوموړي د یادو بندیزونو د لرې کېدو په موخه د افغان حکومت له یو شمېر مشرانو سره په کندهار او کابل کې لیدنې ترسره کړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/