معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پر کونړ سیند د یوه بند د سروې او ډیزاین چارې بشپړې شوې

پر کونړ سیند د یوه بند د سروې او ډیزاین چارې بشپړې شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۲۸  نېټه):

وروسته له هغې چې د کونړ پر سیند د بند جوړولو موضوع د هېواد په کچه ډېره لاس په لاس شوه، د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند ویلي، چې پر کونړ سیند یې ګمبیري دښتې سره د یوه بند د سروې او ډیزاین چارې بشپړې کړې.

نوموړي له رسنیو خبرو کې ویلي، چې د بودیجې له موندلو سره سم به د یاد بند د رغولو چارې هم پیل کړي.

تر دې وړاندې د دې وزارت سرپرست عبدالطیف منصور هم له یوه خصوصي تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي وو، چې دوی په خپل هېواد کې د بندونو د جوړولو په خاطر د چا اجازې ته اړتیا نه لري.

دا بند دی چې کمبیري دښته کې د کونړ پر سیند جوړیږي، ۴۵ ميګاواټه برېښنا به تولید او په ګمبیري ډاګ کې به ډېره ځمکه ترې خړوب شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس