معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پنجشیر کې امریکایي پانګوال د زمردو پر کیندنې ۱۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

پنجشیر کې امریکایي پانګوال د زمردو پر کیندنې ۱۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۲  نېټه):

د راپورونو له مخې یو امریکایي پانګوال په پنجشیر ولایت کې د زمردو کانونو د وېستنې په برخه کې د ۱۰ میلیونه ډالرو د پانګونې ژمنه کړې ده.

د راپور پر بنسټ دغه امریکایي پانګوال د پنجشیر ولایت له والي سره په کتنه کې دا ژمنه کړې او ویلي یې دي، چې دوی په دې برخه کې پانګونې ته لېواله دي.

د بغلان والي ویلي، چې په دغه ولایت کې په څه باندې ۵ سوه کانونو کې د زمردو وېستنې چارې روانې دي او اوس تازه د زمردو ۴۰ نور کانونه هم کشف شوي دي.

د مسوولینو په وینا اوسمهال د پنجشیر زمردو په کانونو کې شاوخوا ۷ زره کسان د کان کیندنې په چارو بوخت دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس