معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پنجشېر او پروان کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۱۸ تنه ټپيان شوي

پنجشېر او پروان کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۱۸ تنه ټپيان شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پنجشېر او پروان د ترافیکو مدیریت مسوولینو ويلي، چې په دغو ولایتونو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۱۸ تنه ټپیان شوي دي.
د پنجشېر د ترافیکو مدیریت مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت د مرکز بازارک پارخ سیمې اړوندو کې د دوهزار ډوله او هایلکس موټرو د ټکر له امله د یوې مېرمنې په ګډون نهه تنه ټپیان شوي دي.
د پېښې ټپیان د پنجشېر د رخې ۴۰ بستریز روغتون ته لېږدول شوي او د ټپيانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ بلل شوی دی.
د یو بل خبر له مخې، پروان کې هم د دوو موټرو د ټکر له امله نهه تنه ټپیان شوي دي.
د پروان امنیې قومندانۍ د دفتر مطبوعاتو آمر ويلي، چې د دغه ولایت په جنګل باغ سیمه کې د دوه موټرو د ټکر له امله نهه تنه ټپیان شوي دي.
دې وروستیو کې د هېواد په لویو لارو ټرافیکي پېښې زیاتې شوي، چې له امله یې لسګونو خلکو ته مرګ_ژوبله اوښتې.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس