معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پنجشېر کې د یو لک ۳۱ زره ډالرو په اندازه زمرد وپلورل شول

پنجشېر کې د یو لک ۳۱ زره ډالرو په اندازه زمرد وپلورل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت، د پنجشېر د سیمه ییزو مسوولینو او د شرکتونو د استازو په شتون کې، د دغه ولایت د زمردو پلور لپاره داوطلبي ترسره کړه.
یاد وزارت ویلي، په دې داوطلبۍ کې د زمردو پلور لپاره شفافیت او کریسټل بندي په پام کې نیول شوې وه، چې په پایله کې حاجي زبیر د ۲۵۰۰ امریکايي ډالرو په ورکولو سره د ۱۶۵ قیراط زمرد ګټونکی شو.
همدا رنګه محمد نذیر د ۲۱ زره ۸۰۰ امریکايي ډالرو په ورکولو سره د ۱۲۳ قیراط زمرد، د ۵۳۰۰ امریکايي ډالرو په ورکولو سره د ۸۴ قیراط زمرد، د ۱۰ زره ۶۰۰ امریکايي ډالرو په ورکولو سره د ۱۷۰ قیراط او د ۹۱ زره ۲۰۰ امریکايي ډالرو په ورکولو سره د ۴۸۲.۹۵ قیراط زمرد ګټونکی اعلان شوی دی.
ویل شوي چې په ټوله کې (۱۰۲۴.۹۵) قیراط زمرد، د ۱۳۱ زره ۴۰۰ امریکایی ډالرو په قیمت سره پلورل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس