کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو نن د دغه ولایت له کانونو څخه د تازه استخراج شویو زمردو د پلور خبر ورکړی.
د دغه ولایت د کانونو او پټروليم رييس ویلي، یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو ۲ زره ۶۳۸ قيراطه زمرد د ۷۴ زره ۷۵۰ ډالرو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.
نوموړي زیاته کړې، چې تر دې وړاندې هم د داوطلبۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/