کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ته نږدې تسنیم خبري آژانس خبر ورکړی، چې دا پوځیان په یوه پېښه کې تېره شپه وژل شوي دي.
د سپاه ځمکنیو ځواکونو هم اعلان کړی، چې سیمې ته يې تازه ځواکونه استولي، څو بریدګر ونیسي.
د دې برید مسوولیت لا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
دوه ورځې مخکې هم د سیستان – بلوچستان په راسک ولسوالۍ کې پر ایراني پوځیانو بریدونه شوي وو، چې په کې یو شمېر پوځیان مړه او ټپيان شول.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/