کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عدلیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په غور، میدان وردګ، تخار، لوګر، نورستان، بادغیس او پنجشیر ولایتونو کې ۳۴ زره او ۱۸ جریبه ځمکه چې غصب شوې، له تثبیت او ارزونې وروسته بېرته مسترده شوې ده.
خبرپاڼې زیاته کړې چې تېره میاشت کې تر ټولو زیاته را ګرځولې شوې، ځمکه په میدان وردګ کې ده، چې ۱۴ زره او ۷ سوه ۴۶ جریبه ځمکه په کې شامله ده.
د عدلیې وزارت ويلي، د هېواد په ټولو ولایتونو کې د دولتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر دوام لري.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/