معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په بنسټیزه توګه د سالنګونو د لویې لارې بیا رغوونه پیل شوه

په بنسټیزه توګه د سالنګونو د لویې لارې بیا رغوونه پیل شوه

کابل/ګهیځ: نن چهارشنبه (د وږي/سنبلې ۳۰مه او د سپټمبر میاشتې ۲۱مه نېټه ده) تېره ورځ د سالنګونو لویې لارې د رغولو پرانېسته و شوه، چې هم‌مهاله یې کار پیل شو او د یو کال په موده کې به د یادې لار ۳۰ کیلو مټره په بنسټیزه توګه ورغول شي.
د سالنګونو د بیا رغولو چارې د ټولګټو چارو وزارت په مرسته دوه کورني شرکتونه ایوبي کاروان او رفاه شاهین په مرسته تر سره کېږي.
د ټولګټو وزارت تخنیکي معین مولوی عبدالکریم قاتح وايي، د سالنګونو د ۲۰ کیلو مټره د بیا رغولو لپاره داسې قیر برابروي چې د ۷۰ درجې تودوخې او منفي ۲۸ درجې ساړو پر وړاندې مقاومت وکړی شي. دا ډول قیر نه تر اوسه په ایران او نه هم افغانستان کې کارول شوی دی.
د سالنګونو د څار او ساتنې رییس حافظ محمد یعقوب وايي، له څار نیولې د رغولو تر چارو ټول مسوولیت یې د ا.ا حکومت پر غاړه لري.
د ټولګټو وزارت ویاند حمید الله مصباح وايي، د دغې لارې ډېرې اوبه لروونکې سیمې چې ټولټال ۱۰ کیلو مټره راځي، د قیر پر ځای به په کې کانکریټ اچول کېږي.
سالنګونه هغه ترانزیتي لار ده چې په شمال او شمال شرق کې پراته ۸ ولایتونه له پلازمېنې کابل سره وصل کوي، خو د تېرو دولتونو پر مهال یې اساسي رغولو ته هیڅ کار نه دی شوی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس