کابل/ګهیځ: نن چهارشنبه (د وږی/سنبلې ۳۰مه او د سپټمبر میاشتې ۲۱مه نېټه ده) تېره ورځ د سالنګونو لویې لارې د رغولو پرانېسته و شوه، چې هممهاله یې کار پیل شو او د یو کال په موده کې به د یادې لار ۳۰ کیلو مټره په بنسټیزه توګه ورغول شی.
د سالنګونو د بیا رغولو چارې د ټولګټو چارو وزارت په مرسته دوه کورنی شرکتونه ایوبی کاروان او رفاه شاهین په مرسته تر سره کېږی.
د ټولګټو وزارت تخنیکی معین مولوی عبدالکریم قاتح وایی، د سالنګونو د ۲۰ کیلو مټره د بیا رغولو لپاره داسې قیر برابروی چې د ۷۰ درجې تودوخې او منفی ۲۸ درجې ساړو پر وړاندې مقاومت وکړی شی. دا ډول قیر نه تر اوسه په ایران او نه هم افغانستان کې کارول شوی دی.
د سالنګونو د څار او ساتنې رییس حافظ محمد یعقوب وایی، له څار نیولې د رغولو تر چارو ټول مسوولیت یې د ا.ا حکومت پر غاړه لری.
د ټولګټو وزارت ویاند حمید الله مصباح وایی، د دغې لارې ډېرې اوبه لروونکې سیمې چې ټولټال ۱۰ کیلو مټره راځی، د قیر پر ځای به په کې کانکریټ اچول کېږی.
سالنګونه هغه ترانزیتی لار ده چې په شمال او شمال شرق کې پراته ۸ ولایتونه له پلازمېنې کابل سره وصل کوی، خو د تېرو دولتونو پر مهال یې اساسی رغولو ته هیڅ کار نه دی شوی.
گهیځ