معماری
خانه / ګهیځ نیوز / په تورخم کې تر ټېلر لاندې شوی سپینږیری؛ د پاکستان سفارت یې پاکستانی او د افغانستان سفارت یې افغان بولي

په تورخم کې تر ټېلر لاندې شوی سپینږیری؛ د پاکستان سفارت یې پاکستانی او د افغانستان سفارت یې افغان بولي

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۱۲مه او د جولای میاشتې دوهمه نېټه ده) تېره ورځ په تورخم کې تر دروازې ها خوا یو سپینږیري ځان د روان ټېلر تر ټیر لاندې کړی او مړ شوی دی، چې د هویت په اړه یې ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږي.
لومړني معلومات دا وو، چې مړ شوی کس افغان دی او پاکستاني پوځیانو نه پرېښوده چې په تذکره خپل هېواد ته را واوړي.
تر هغې وروسته په کابل کې د پاکستان سفارت او ګڼو افغان چارواکو دا خبره رد کړه او ویې ویل، پېښه کې مړ شوی یو پاکستانی دی.
اوس تازه په پاکستان کې د کابل سفارت مسوول سردار احمد شکیب مني چې پرون په تورخم کې یو افغان سپین ږیري چې له ډېورنډ کرښې پورې غاړې و، له دې امله چې پاکستاني عسکرو د را اوښتو اجازه نه‌ ورکوله ځان تر موټر لاندې کړی دی.
ښاغلي شکېب پرون ناوخته په تورخم کې رسنیو ته وویل: “یو تن افغان چې د نورو سلګونو افغانانو په منځ کې ولاړو او غوښتل یې په تذکره واوړي، هغه له ډېره مایوسۍ او احتیاج څخه هغه ځان تر موټر لاندې کړی او په شهادت رسېدلی دی.”
په پاکستان کې د افغان سفارت مسوول دا هم مني، چې یو بل افغان ماشوم هم پرون تر موټر لاندې شوی او مړ شوی دی.
سفارت پر خپله ټویټرپاڼه د سرداراحمد شکیب وینا هم خپره کړې، چې په هغه په تورخم کې د افغانانو د بد وضعیت یادونه کوي او له پاکستاني چارواکو غواړي چې هلته شته ستونزې هوارې کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس