په تورخم کې تر ټېلر لاندې شوی سپینږیری؛ د پاکستان سفارت یې پاکستانی او د افغانستان سفارت یې افغان بولی

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۱۲مه او د جولای میاشتې دوهمه نېټه ده) تېره ورځ په تورخم کې تر دروازې ها خوا یو سپینږیری ځان د روان ټېلر تر ټیر لاندې کړی او مړ شوی دی، چې د هویت په اړه یې ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږی.
لومړنی معلومات دا وو، چې مړ شوی کس افغان دی او پاکستانی پوځیانو نه پرېښوده چې په تذکره خپل هېواد ته را واوړی.
تر هغې وروسته په کابل کې د پاکستان سفارت او ګڼو افغان چارواکو دا خبره رد کړه او ویې ویل، پېښه کې مړ شوی یو پاکستانی دی.
اوس تازه په پاکستان کې د کابل سفارت مسوول سردار احمد شکیب منی چې پرون په تورخم کې یو افغان سپین ږیری چې له ډېورنډ کرښې پورې غاړې و، له دې امله چې پاکستانی عسکرو د را اوښتو اجازه نه‌ ورکوله ځان تر موټر لاندې کړی دی.
ښاغلی شکېب پرون ناوخته په تورخم کې رسنیو ته وویل: “یو تن افغان چې د نورو سلګونو افغانانو په منځ کې ولاړو او غوښتل یې په تذکره واوړی، هغه له ډېره مایوسۍ او احتیاج څخه هغه ځان تر موټر لاندې کړی او په شهادت رسېدلی دی.”
په پاکستان کې د افغان سفارت مسوول دا هم منی، چې یو بل افغان ماشوم هم پرون تر موټر لاندې شوی او مړ شوی دی.
سفارت پر خپله ټویټرپاڼه د سرداراحمد شکیب وینا هم خپره کړې، چې په هغه په تورخم کې د افغانانو د بد وضعیت یادونه کوی او له پاکستانی چارواکو غواړی چې هلته شته ستونزې هوارې کړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.