معماری
خانه / ګهیځ نیوز / په تېرو ۶ میاشتو کې ۱۹۰ زره افغان کډوال له ایرانه خپل هېواد ته راستانه شوي

په تېرو ۶ میاشتو کې ۱۹۰ زره افغان کډوال له ایرانه خپل هېواد ته راستانه شوي

دوشنبه، د لړم ۲۳مه
کابل/ګهیځ: راپورونه وايي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې له ایران څخه شاوخوا ۱۹۰ زره افغان کډوال راستانه شوي دي.
په راپور کې نه دي ویل شوي چې، دا کډوال په خپله خوښه او که ایراني حکومت د جبر او زور له امله هېواد ته راغلي خو له دې وړاندې ایران زرګونه افغان کډوال د زور او جبر له لارې له دغه هېواد ایستلو ته اړ کړي.
رسنیو د نیمروز ولایت ځايي چارواکي له قوله ویلي، چې د تازه را ستانه شویو کډوالو له ډلې څخه ۶۸ زرو تنو ته نغدي او غیرې نغدي مرستې ویشل شوي دي.
په همدې حال کې راستانه شوي کډوال وايي، چې په ایران کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
یو شمیر شنوونکي وايي، که په هېواد کې دننه کاري فرصتونه برابر شي، د ناقانونه کډوالۍ کچه به راټیټه شي.
دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ د هېواد سلګونه اوسېدونکي په ناقانونه توګه ګاونډیو هېوادونو ته تګ راتګ کوي او سلګونه نور په زوره بېرته افغانستان ته رالېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس