په تېرو ۶ میاشتو کې ۱۹۰ زره افغان کډوال له ایرانه خپل هېواد ته راستانه شوی

دوشنبه، د لړم ۲۳مه
کابل/ګهیځ: راپورونه وایی، چې په تېرو شپږو میاشتو کې له ایران څخه شاوخوا ۱۹۰ زره افغان کډوال راستانه شوی دی.
په راپور کې نه دی ویل شوی چې، دا کډوال په خپله خوښه او که ایرانی حکومت د جبر او زور له امله هېواد ته راغلی خو له دې وړاندې ایران زرګونه افغان کډوال د زور او جبر له لارې له دغه هېواد ایستلو ته اړ کړی.
رسنیو د نیمروز ولایت ځایی چارواکی له قوله ویلی، چې د تازه را ستانه شویو کډوالو له ډلې څخه ۶۸ زرو تنو ته نغدی او غیرې نغدی مرستې ویشل شوی دی.
په همدې حال کې راستانه شوی کډوال وایی، چې په ایران کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
یو شمیر شنوونکی وایی، که په هېواد کې دننه کاری فرصتونه برابر شی، د ناقانونه کډوالۍ کچه به راټیټه شی.
دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ د هېواد سلګونه اوسېدونکی په ناقانونه توګه ګاونډیو هېوادونو ته تګ راتګ کوی او سلګونه نور په زوره بېرته افغانستان ته رالېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.