معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / په دوحه کې د افغانستان په اړه نن د غونډې وروستۍ ورځ ده

په دوحه کې د افغانستان په اړه نن د غونډې وروستۍ ورځ ده

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه۳۰ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په دوحه کې نن د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش په کوربتوب د رابلل شوې غونډې دوهمه او وروستۍ ورځ ده.

ملګري ملتونه وایي، له دې غوندې څخه یې موخه له افغانستان سره د نړیوال تعامل پر زیاتېدو بحث دی.

د ګډونوالو په هغه لېست کې چې ملګرو ملتونو خپور کړی، د امریکا، چین، پاکستان او اروپايي ټولنې ځانګړي استازي هم شامل دي.

یادې غونډې ته د افغانستان سرپرست حکومت چارواکي هم وربلل شوي وو، خو د بهرنیو چارو وزارت تېره شنبه په یوه خپره کړې خپرپاڼه کې ویلي و، چې د دوی ګډون به ګټور نه وي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ویلي وو، چې له ۲۵ تر ۲۸ پورې هېوادونو استازو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس