معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په سوداګریزو مالونو بار ریلګاډی له چینه افغانستان ته روان شوی

په سوداګریزو مالونو بار ریلګاډی له چینه افغانستان ته روان شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۷ مه نېټه):
د چینایي رسنیو د خبر له مخې د چین د ګانسو د شمال لوېدیځ ولایت له مرکز لینژو څخه په سوداګريزو مالونو بار یو ریلګاډی افغانستان ته روان شوی دی.
د سینهوا خبري اژانس د راپور له مخې، د دې رېلګاډي په ۳۹ کانتینرونو کې د یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت مال افغانستان ته راوړل کیږي.
د راپور له مخې دا سوداګريز مالونه، چې د موټر پُرزې، فرنیچر، دفتري او تخنیکي وسایل په کې شامل دي، د چین د سین کیانګ ایالت، قرغیزستان او ازبکستان له لارو تېرېږي او د افغانستان حېرتان بندر ته به ورسیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس