معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په قاچاقي ډول هېواد ته د درملو واردولو کچه کمه شوې

په قاچاقي ډول هېواد ته د درملو واردولو کچه کمه شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۶ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د خوړو او درملو ملي ادارې ويلي، چې تېر زېږدیز کال کې هېواد ته د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت درمل وارد شوي، چې په دې کې د کابو ۲۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت یې له قاچاقي لارو هېواد ته راغلي دي.

د دغې ادارې ویاند ویلي، د پخوا په پرتله په قاچاقي ډول هېواد ته د واریدونکو درملو کچه کمه شوې ده.

د خوړو او درملو ملي ادارې زیاته کړې، چې د خوړو او درملو د کېفیت په تړاو یې په کور دننه هم څار زیات کړی دی.

دغې ادارې مخکې ویلي وو، چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته یې د ادارې فعالیتونه ټولو ولایتونو او سیمو ته پراخ کړي او ډېر کسان یې پر دندو هم ګمارلي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس