معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په لومړي ځل د هېواد په څلورو زونونو کې د درملو او خوراکي توکو د کنټرول لابراتوارونه جوړیږي

په لومړي ځل د هېواد په څلورو زونونو کې د درملو او خوراکي توکو د کنټرول لابراتوارونه جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۹ نېټه):
د راپورونو له مخې هېواد کې د خوړو او درملو ملي ادارې خبر ورکړی، چې دغه اداره غواړي د هېواد په څلورو زونونو کې د خوراکي توکو او درملو د کېفیت د کنټرول په موخه لابراتوارونه جوړ کړي.
دغې ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په پام کې لري چې کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې د زونونو په کچه د خوراکي توکو او درملو په نړيوال سټنډرډ سره د کېفيت د کنټرول ستر لابراتوارونه جوړ کړي.
په دغو لابراتوارونو کې به د کېفیت تضمین، فزیکي او کیمیاوي آزموينې، څېړنې او پراختیا، د طبي وسایلو څېړنه او د درملو معاینه شامل وي.
دا لومړی ځل دی، چې په هېواد کې د دومره لویو او معیاري لابراتوارونو د جوړولو پرېکړه کیږي، چې دغه لابراتوارونه به د بې کېفيته، ناقانونه او ناخوندي درملو او خوراکي توکو د پلور، پېر، توليد او واردولو مخنيوي کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس