معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / په ټولنه کې د قوانینو د شتون اړتیا او ورسره تړلې ستونزې!

په ټولنه کې د قوانینو د شتون اړتیا او ورسره تړلې ستونزې!

څرګنده ده چې انسان د فطرت له مخې د اصولو او قواعدو تابع مخلوق دی او دا چې د کایناتو خالق انسان ته عقل او شعور ورکړی، د همدې لپاره دي چې پر مټ یې د ښو او بدو، روا او ناروا، سمو او ناسمو یا غلطیو توپیر وکړای شي او همدارنګه الله تعالی انسان د خپلې ارادې څښتن خلق کړی تر څو وکولای شي خپل حالات له بېلابېلو شرایطو سره سم او له مختلفو حالاتو او شرایطو سره ځان عیار کړي.

له همدې امله ده چې انسان آن د پیدایښت له لومړنیو پړاونو رانیولې بیا تر اوسه د خپل فطرت له مخی او په دودیزه بڼه ځان د ځينو قواعدو او اصولو تابع ګڼلی چې نن یې موږ ورته اخلاقي او دودیز قواعد ګڼو، داسې چې د قانوني قواعدو او اساساتو تر جوړیدو وړاندې انسان د دیني قواعدو او قوانینو ترڅنګ، په ټولنه کې د مروجه اخلاقي او دودیزو قواعدو پر بنسټ خپلې ورځنۍ چارې پر مخ بیولې او د همدې قواعدو او د انسانانو ترمنځ د شته راکړې ورکړې پر بنسټ، د انسانانو ورځنۍ چارې تنظیمېدلې.

دا چې په افغانستان کې د تاریخ له لري دورو را نیولي بیا تر ننه بېلابېل قوانین او اصول رامنځ ته شوي، ځینو یې دوامداره بڼه خپله کړې او ځیني نورو بیا د وخت په تېرېدو او شرایطو په بدلیدو سره بدل شوي دي، په خپله یو اوږد بحث دی او اوږدې شرحې ته اړتیا لري خو د دې تر څنګ دا هم باید هېر نه کړل شي چې د افغانستان په نژدې تاریخ کې دلته د جګړو د اور بلیدو او پر دې هېواد او ولس د بېلابېلو لوریو څخه د خپلو ګټو د جګړو تحمیل، بالآخره په افغانستان کې د قانون او قانوني توب لمن هم ور ټوله کړه چې نن هم متأسفانه زمونږ په هېواد او ټولنه کې د همدې بې قانونیو او بدمرغیو اساسات او بنسټونه پاتې دي او تر اوسه مو هم خلک ترې ځورېږي.

په هېواد کې د بې قانونه کړنو لړۍ چې له ترافیکو او دوکاندار څخه نیولې تر ځیني لویو چارواکو ټول پرې ککړ او ورسره لاس او ګرېوان دي، متأسفانه دلته د نژدې نیمې پېړۍ جګړو، نا خوالو، ډل بازیو او په ټوله کې د قانون د نه حاکمیت محصول دی چې نن مو هېواد وال غټ او واړه ترې سرټکوي او له امله یې له ستونزو او کړاوونو سره مخ دي.

په انساني ټولنه کې چې کله ژوند پراختیا ومومي او د ټولنیزو اړیکو نوي او خورا پیچلي اړخونه راڅرګند شي، هلته بیا یوازې اخلاقي او دودیز قواعد د دې بسنه نه کوي او د انساني ژوند د ټولو اړخونو د ښه تنظیم او ټولو شته ستونزو ته د حل لارې چارې لټول په کار وي هغه هم داسې لارې چارې او قوانین چې د وخت او زمان او د یوه هېواد او د هغه د وګړو له شرایطو او حالاتو سره سمون ولري.

له همدې امله وو چې انسانان د نويو پرمختګونو سره د خپل شته ژوند د چارو د ښه تنظیم لپاره، وخت په وخت نوي قوانین او لایحې راوباسي او دا کار د دې سبب کېږي چې په انساني ټولنه کې د قانوني قواعدو جوړېدو ته لاره هواره شي او خلک وکولای شي د همدې قوانینو او لارښوونو په اساس خپل ورځنی ژوند ترتیب او تنظیم کړي.

ځیني کسان شاید فکر وکړي چې په داسې هېوادونو لکه افغانستان کې چې نهه نوي سلنه وګړي یې مسلمانان دي، د شته اسلامي قوانینو پیروي او متابعت ضروري دی او دلته د نورو قوانینو د جوړولو اړتیا نشته، خو برعکس د اسلام مقدس دین بیا خپلو وګړو ته امر کوي تر څو د اسلام د ټولیزو قواعدو او د حلال او حرامو د عمومي فلسفي په پام کې نیولو سره باید د مُلک او هېواد د حالاتو او شرایطو په پام کې نیولو سره نوي قوانین جوړ شي تر څو دلته د ژوند چارې له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي او هر څوک وکولای شي پر خپل ځان د هغه قانون په پلي ګولو سره ټولیز نظم او کنټرول ته غاړه کېږدي.

همدارنګه په داسې ټولنو کې لکه افغانستان چې د جګړو او بې نظمیو اوږده کلونه یې شاه ته پرې اېښي، باید د ټولنې وګړو ته د شته او نویو جوړیدونکو قوانیو د پلي کولو او منلو درس هم ورکړل شي ترڅو وګړي یې له یوې خوا له قوانینو سره ځان بلد کړي او بل خوا هر وګړی د قوانینو په مراعاتولو سره د هېواد د پرمختګ او د ټولنې د هوساینې په لار کې ګام واخلي.

که دا نه وي نو شته بې نظمي او هرج او مرج به تر اوږدې مودې نور هم پر دې خلکو حاکم وي او د نورو شته ګڼو ستونزو تر څنګ به مو ټولنه بې نظمه او هېواد به مو شاته پاتې وګڼل شي. والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس