معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په پاکستاني زندانونو کې اسناد لرونکي افغانان هم په بند کې ساتل کېږي

په پاکستاني زندانونو کې اسناد لرونکي افغانان هم په بند کې ساتل کېږي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۱ مه نېټه):
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان حکومت سرکونسل عبدالجبار تخاري د لوی اختر پر دویمه ( د سرطان په اتمه نېټه) په دغه ښار کې له بندي افغاني وګړو سره کتلي او وایي چې د کراچۍ په لعل زندان کې داسې بندیان هم دي چې قانوني اسناد لري خو پاکستاني پولیسو نیولي دي.
ښاغلي عبدالجبار تخاري ویلي دي چې :”په دوی کې ډېر بېماران هم دي، باید دوی ژر تر ژره خوشي شي او داسې کسان هم پکې شته چې کارټونه لري خو بندیان شوي دي.”
د افغانستان د ملي تلوېزیون په یوه رپوټ کې ویل شوي، چې عبدالجبار تخاري په پاکستان کې له ځینو دغه بندیانو سره کتلي او زیاتوي چې د دوی د خوشي‌ کولو لپاره هلې ځلې دوام لري.
همدا رنګه د ملي ټلویزیون څخه د خپرې شوې ویډیو په اساس په دغه بندیانو کې تر ډېره نیول شوي افغان تنکي ځوانان او زلمیان دي.
د راپور مطابق له دغو بندیانو سره لیدنه د دوی د هستوګنې په یوه اوږده کوټه کې شوې، چې د خوب چپرکټ هم پکې ښکاري او منځ‌ کې یې زندانیان خواړه خوري.
په یوه بله خونه کې بیا لسګونه افغان بندیان چې دوی هم ډېری زلمیان او ځوانان دي، راغونډ شوي او له ښاغلي عبد الجبار تخاري خبرې اوري. د دغو بندیانو تمه دا وه چې تېر لوی اختر به له خپلو کورنیو سره تېر کړي خو داسې ونشول.
بل خوا په کراچۍ کې د افغان کونسلګرۍ د معلوماتو له مخې، د پاکستان له زندانونو څخه تر دې مهاله د ماشومانو او مېرمنو په ګډون شاوخوا ۲۴۰۰ افغانان خوشي او هېواد ته راستانه شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس