معماری
خانه / ژورنالیزم / په ژوندۍ خپرونه کې د جوړونکي مسؤولیتونه

په ژوندۍ خپرونه کې د جوړونکي مسؤولیتونه

محمد صادق ودان

هره ژوندۍ خپرونه، له پروډیوسره نېولی بیا تر ډایرکټره هر یو پر خپل ځای د خپرونې په جوړښت، سکښت او نظم کې ځانګړې ونډه لري. په دې لیکنه کې هڅه شوې چې پروډیوسر یا د خپرونې جوړونکی/جوړونکې کارونه له خپرونې وړاندې، لایف او وروسته له خپرونې په ساده او هغه څه چې ما تجربه کړي تر تاسو ورسوم.

زه محمد صادق ودان یم، د موبي افغانستان، طلوع نیوز سره کار کوم. تر دې وړاندې د لمرماښام خپرونې جوړونکی وم نو په دې لیکنه کې د هغه وخت په ځانګړې توګه د لمرماښام خپرونې تجربې له تاسو سره شریکوم. که ژوند ؤ د سیاسي خپرونو د جوړونکو په اړه به هم له تاسو سره تجربې شريکي کړم. وړاندې له دې چې د خبریالۍ برخې ته راشم فکر مې کاوه، دې برخې ته راتګ په دې خاطر زما لپاره ناشونی دی، چې د یوې شتمنې کورنۍ نه یم. هر څه ستاسو په هڅو او هغه څه چې تاسو لومړيتوب ورکوئ تړاو لري. ارواپوهان وایي؛ تاسو هڅه وکړئ فرصت په خپله پیدا کېږي. ما به د بي بي سي ټول منشورونه پیدا کول او لوستل، ټوله هڅه به مې دا وه چې ځان د خبریالۍ په اړه ښه پوه کړم، تاسو ته ښه معلومه ده، چې هر علم یو دریاب او موږ که هر څه وکړو ټول زده کول یې ګران دي. بي بي سي په ساده او روانو کلماتو روزنېز کتابونه او منشورنه چمتو کړي. د بهرنیو خبریالانو انګرېزي بڼې به مې لوستلې د هغوی تجربې به مې لوستلې، ځان به مې د هغوی په کرکټرونو کې وراچاوه بیا به مې حس کاوه. که به خبریالانو کیسه کړې وه، چې د یوه راپور یا مستند د چمتو کولو لپاره مو په (ګاو خانې/غوجله) کې وخت تېر کړی دی، د غویو د خوشایوو بوی به مې تر پوزې شو. دا د بي بي سي فارسي منځنې ختیځ خبریالې نفیسه کوهنورد کیسه وه. یا دا چې په همدې کابل کې مې د الجزیري خبریال څخه واوریدل چې د جمهوریت د سقوط پر وخت د کابل هوایي ډګر ته نږدي د الجزیرې د ژوندي نشراتو لپاره یې پر یوه بام کمري او لایف یو اېښي وه چې د امریکایي ځواکونو لخوا ورباندې ډزې شوي وی خو کمره یې له هغه ځایه پورته کړي نه وه، بلکې پر یوه کاغذ یې (press) خبریالان یوو لیکلي ول، چې بیا یې یوازې د ورځې لخوا د نشراتو اجازه درلوده او د شپي په راتلو سره یې کمرې ټولولې. داسي کیسي چې به مې لوستلې یا اوریدلې نو ویل به مې که زه یوه ورځ یو نسبي تجربه تر لاسه کوم، هڅه به مې دا وي، په ساده او روانه ژبه به خپلې کیسي، تجربې او هغه څه چې مې زده کړي شریکوم. ادعا نلرم چې دا لیکنه له هر اړخه بشپړه ده، زه یوازې غواړم خپله تجربه او هغه څه چې مې له خبریالانو پوښتي له تاسو سره وویشم.

 

تر ژوندۍ خپرونې مخکې باید څه وکړو؟

هره خپرونه د خپل ځان لپاره یو ځانګړی جوړښت لري، که خپرونه له وړاندې یو جوړښت ولري نو وروسته له هغه چې تاسو وګومارل شوی، له تاسو سره د همدې خپرونې په اړه یو مجلس نېول کېږي او ویل کېږي چې دا څه ډول خپرونه ده او د ټولنې کوم پوړ ته تولیدېږي چې په همدې سره باید تاسو پوه شئ څه ډول محتوا باید په پام کې ورته ولرئ.

هر ډول خپرونه یو رنډون، چارټ یا جدول ته ورته جوړښت لري، چې هر یو یې ګوري نو ډېر ژر پوهېږي چې تمه ده په دې خپرونه کې څه وي. ځکه همدا رنډون یا خلاصه تاسو له خپل ټیم سره شریکوي او هغوی هم باید پوه شي چې تاسو څه غواړئ. تر دې ځایه ممکن زما خبرې د دې لپاره یو څه ګونګې وي، ځکه تاسو ښایي رنډون نه وي جوړ کړی یا مو هم نمونه نه وي لیدلې.

معمولا ما د لمرماښام خپرونې رنډون څلورویشته ساعته وړاندې له خپرونې جوړ او د خپرونې یوه برخه به مې د تازه پیښو لپاره احتمالي په پام کې نیوله، ځکه طبیعي ده په دې موده کې تازه یو څه پېښېږي چې باید خپرونه کې ځای ورکړل شي.

په رنډون کې موضوع، د مېلمنو نوم، دریځ، د مېلمه شمېره، نېټه او د همدې برخې موده په پام کې نیول کېږي او که ستاسو د خپرونې سپانسر درلود، نو د سپانسر د اعلان متن او دا چې څو ځله وویل شي ځای ورکول کېږي.

پروډیوسر مسؤولیت لري ټول ټیم سره خبرې وکړي چې تمه ده نن په خپرونه کې څه وکړي. لومړی د خپرونې کوربانه بیا د خپرونې ډایرکټر وروسته له هغه په آرام آرامه ټول ټیم خبرېږي او پوهېږي چې کمره من، غږ اخیستونکی او لایټ من د خپرونې په کومه برخه کې څه وخت لاس په کار شي.

معمولا ټولنېزي خپرونې په پراپس یا هغه وسایل چې په خپرونه کې د موضوع د لاښه توضیح لپاره کارول کېږي، خپرونې ته جذابیت ورکوي. لکه؛ موږ د لمرماښام په خپرونه کې هره شنبه د روغتیا برخه درلوده چې په دې برخه کې مو د مېوو او سبزیجاتو پر ګټو بحث کاوه، نو د دې لپاره چې لیدونکو ته موضوع ښه روښانه شي، میوه او سبزیجات اخیستل. خپرونه به یې هم جالبه کړه او د ډایرکټر لاس به هم د ښو تصویرونو اخیستلو ته خلاص کړ. نو تاسو د پروډیوسر په توګه فلور منیجر یا هغه همکار چې تاسو ورته یو یا دوه ساعته وړاندې له خپرونې رنډون/خلاصه ورکوئ ترڅو ستاسو مېلمانه او هر هغه څه چې په خپرونه کې په کار دي تعقیب کړي، همغږي کوی چې په خپرونه کې څه ته اړتیا ده، تاسو هغوی ته پیسې ورکوئ هغوی هم ستاسو د خپرونې لپاره پراپس یا هغه توکي چې ستاسو په کار دي راوړي. همدا خبره په ځانګړو خپرونو کې یو څه ډېره مهمه ده، چې حد اقل له خپرونې یوه یا دوه ورځې مخکې توکي باید لیست او آماده شي.

تر ټولو مهمه خبره خو لا دا ده چې خپله به نه ورخطا کېږئ او ټولو ته داسې حس ورکړئ، چې هر څه سم او ښه روان دي. ځان باورې کړئ چې د ایډیټ برخې څخه اس اس ډي یا هغه وسیله چې خپرونه په کې ریکارډ یا لایف ځي له ځان سره سټډیو ته یوسئ تر څو د خپرونې ډایرکټر ته یې وسپارئ. نو لنډه دا چې د خپرونې جوړونکی/جوړونکې ټول پلان د ټیم غړو ته ورکړي او مسؤلیتونه ویشي چې څوک؟ کوم کار؟ څه وخت؟ ترسره کړي. نو که مو خوښه وي ژوندۍ خپرونې ته به ولاړ شو.

 

په ژوندۍ ټلویزیوني خپرونه کې د جوړونکې/جوړونکي مسؤولیتونه څه دي؟

بکتاش پرواني چې اوس په المان کې ژوند کوي، د موبي افغانستان له تکړه او با تجربه جوړونکو څخه یو و. ښاغلي پرواني په افغانستان کې وتلي کارونه ترسره کړي او په خپل کار کې پوه او له پوره ذکاوته کار اخیستی. ښاغلي پرواني د طلوع تلویزیون «محافظان» سریال جوړونکی پاتي شوی دی، د دې تر څنګه یې د ثبتي او ژوندۍ خپرونو پروډیوس تجربه درلوده. له ده څخه مې وپوښتل چې په ژوندۍ خپرونه کې څه وکړو تر څو خپرونه له کنټروله ونوځي. ښاغلي پرواني وویل: «جوړونکی د خپرونې د اصلي مسؤول په توګه له فکره بیا تر تولیده مسؤولیت په غاړه لري، لکه څنګه چې خپرونې توپیر لري همداسي نظر خپرونې ته جوړونکی/جوړونکې هم توپیر لري، یو کار چې باید ترسره شي له خپرونې مخکې ټولو اړخونو سره ښه هغمږي، له کوربنو سره پر وخت د خپرونې جوړښت شریکول او په کار کې له پوره صداقت کار اخیستل هغه ټکي دي چې خپرونه کې مو له فشار څخه ساتلای شي.»

په ژوندۍ خپرونه کې د ارامښت یوه نښه دا هم کېدای شي، چې له خپرونې وړاندې مو دقیق پلان چمتو کړی وي او د خپرونې په لړ کې به مو کار اسانه او له فشار لري وي.

 

تجربه

کله چې کابل پوهنتون کې د دویم کال زده کړیال وم، څو ځایه د کار اخیستلو لپاره ولاړم او هر ځای به د کاري تجربې غوښتنه کېده. ما به ویل، ښه چې دلته کار ونکړم نو چېرې به کاري تجربه ترلاسه کوم، باید ما ته فرصت راکړل شي او کار زده کړم. «د ټلویزیون خبریالي» کتاب کې ایمل پسرلي د وړیا کار کولو، پرته له مزده اشاره کړې وه او ښه یې بللې وه، چې د کار د زده کړې لپاره حتی تاسو یوه سازمان ته پیسي ورکړئ څو تاسو ته د دې فرصت درکړي، چې زده کړه وکړئ او تجربه ترلاسه کړئ. نو ولاړم شپږ میاشتې مې یوه راډیو کې وړیا کار وکړ، فرصت راکړل شو چې تېروتنه وکړم، راپور ولیکم او نریشنونه ولولم. بکتاش پرواني هم په دی نظر دی، مخکې له دې چې تاسو د ژوندۍ خپرونو مسؤولیت واخلئ هڅه وکړئ چې ریکارډ خپرونې پروډیوس کړئ څو کار مو اسانه شي. دی وایي؛ «د ژوندی خپرونې جوړونکی/جوړونکې باید په ثبت شویو خپرونو کې په کافي اندازه تجربه ولري ترڅو په ژوندۍ خپرونه کې د نابللو ستونزو حل له ځان سره ولري.»

که تازه یوه اداره کې ګومارل کېږئ له خپل مدیر څخه غوښتنه وکړئ، یوه موده تر هغو چې له کار او کاري چاپېریال سره نورمال کېږئ ریکارډ او لایف خپرونو کې مو له سینیر پروډیوسر سره کښينوي.

 

 

وخت پېژندنه

هره خپرونه د نشر لپاره ځانګړې موده لري. د بېلګې په ډول؛ په لمر ټلویزیون کې یو ساعته خبرونه ۴۵ دقیقي او په طلوع ټلویزیون کې ۴۴ دقیقي ده. بل دا چې همدا موده چې تاسو ته درکول کېږي، خپرونه په همدومره وخت چېنل ته له څلورو دمو سره لېږي. د خپرونې پنځه برخې په تاسو پورې تړاو لري چې په څه ډول محتوایی یې جالبه کوئ. د ورځې مهمي پېښي، هنر، نوی چاپ شوی کتاب، ټولنېزه مهمه موضوع او د اونۍ جالب خبر دا ټول ارزښت ته په کتو او د لیدنکو میل ته په کتو ترتیبوی. ښاغلی بکتاش پرواني په ژوندۍ خپرونه کې د وخت مدیریت د پروډیوسر هنر ګڼي، دی وایي: «وروسته له هغه چې پروډیوسر له مېلمنو سره همغږي وکړه او خپله ټوله محتوا یې ولیکله له ټیمونو سره باید پوره همغږي وکړي او د خپرونې په لړ کې یوازې وخت مدیریت کړي تر څو د خپرونې هر ګرۍ یې د لیدو وړ وي.»

که د خپرونې په لړ کې ستاسو د خپرونې پرزینټران له وخت څخه خبر نه وي، نو د جوړونکې/جوړونکي مسؤولیت دی، چې کوربه/کوربنه، ډایرکټر او غږ اخیستونکی خبر کړي، چې تمه ده څو ثانیې وروسته دمه واخیستل شي.

 

پلان

د غوره پلان جوړونې په اړه ښاغلی پرواني په دې باور دی: «پروډیوسر باید د پلان مطابق له ډایرکټر سره په همغږۍ خپله خپرونه پیل کړي او له ټولو ټیمونو سره په اړیکه کې وي. محتوا ته یې باید پام وي، وخت باید کنټرول کړي، که کومه تخنیکي ستونزه پېښېږي د حل لپاره یې ورودانګي او هره شېبه له کوربه یا کوربنې سره د ټاک بک یا غوږۍ له لارې وصل وي.»

د یو ښه جوړونکي/جوړونکې بله ځانګړنه دا هم ده، چې ښه پلان جوړونکی وي. معمولا پلان مخکې له خپرونې وي، خو کله کله په ژوندۍ خپرونه کې د ستونزې د حل په موخه او د خپرونې د لا جذابیت لپاره داسې یو څه ذهن کې راځي چې که مو فکر هم کړی وای او پلان کې مو ځای ورکړی وای ممکن موږ همداسې یو څه نه وای موندلي.

نوښت

رسنیو او ټولو پروډیوسرانو ته په خپرونو کې لومړی جالبه، هېښونکې او په زړه پورې محتوا مهمه ده. خو کله چې کار په لاره اچول کېږي له تکراري حالت څخه په یوازې ځان د پروډیوسر راوتل هغه وخت ناشونې کېږي، چې محدود کړای شي یا خپله وغواړي محدود فکر وکړي او له کار څخه خوند وانخلي هرڅه ورته بې معنا ښکاره شي، دا هغه وخت دی چې د یوې خپرونې د لیدونکو زوال رارسیدلی دی. خو پوښتنه دا ده چې څه کول په کار دي؟

د خپرونو پروډیوسران، مدیران او د خپرونو ټول اړخونه باید پر یوه نوې اړخ د فکر ورکولو وړتیا ولري. دا هغه وخت شونې ده چې بهرني ټلویزیونونه وکتل شي، کتابونونه ورته مطالعه شي، سروې وشي او د رسنیو له متخصصینو سره لیده کاته وشي.

 

په ژوندۍ خپرونه کې له غیر مترقبه ننګونو سره څه وکړو؟

د دې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي بکتاش پرواني وویل: «په ژوندۍ ټلویزیوني خپرونو کې فني، زماني او فردي ستونزې رامنځته کېږي، د خپرونې جوړونکی/جوړونکې مسؤولیت لري وروسته له هغه چې پلان یې په دقیق او منظم ډول له ټولو اړخونو سره شریک او هغمږي یې وکړه، تل دویم پلان هم له ځان سره ولري ترڅو د ستونزې پر وخت په تصویر کې ستونزه حس نشي.»

په یوه اداره کې د ټولو تخنیکي ټیمونو د مسؤولیتونو پېژندنه د ښه جوړونکي/جوړونکې ځانګړنه ده، پروډیوسر باید پوه وي، که ستونزه محتوایي وي، خپله رسیدنه وکړي او که د نور برخو ستونزه وي، باید له اړوند ډیپارټمنت سره په پراخه حوصله او په ښه همغږۍ په لنډ وخت کې ستونزه کابو او له منځه یوسي. بله مهمه خبره دا چې یو با تجربه خبریال د خپلو ننګونو لیست له ځان سره ولري، ترڅو په نورو خپرونو کې کار ورڅخه واخلي. په یاد مو وي که ستونزې ته ورخطا شوئ، خپل ځان مو له لاسه ورکړ او یا هم له نورو ټیمونو څخه په زوره د کار اخیستلو غوښتنه ولرئ باوري واوسئ چې ستونزه به مو لاهم غټه او ستونزه به مو ډېر ژر سکرین ته ورسېږي.

 

د جوړونکي/جوړونکې په توګه له ټولو اړخونو مو تمه څه ده؟

ښاغلی پرواني ټینګار کوي: «د خپرونې پروډیوسر د ټیم د رهبر په توګه وروسته له هغه چې پلان یې ټولو ته ورساوه، له ټول ټیم څخه غواړي د پلان مطابق له جوړونکي او ډایرکټر سره په همغږۍ رښتینی مخته ولاړ شي او ستونزه ژر له جوړونکي او ډایرکټر سره شریکه کړي، ترڅو د ژوندۍ خپرونې په لړ کې د ستونزي مخه ونیسي.»

 

وروسته له خپرونې

که خپرونه ژوندۍ وي یوازې هغه برخې چې د ژورنالیزم او کمپنۍ اصولو سره په ټکر کې وي، لري کوي او د خپرونې له ایډیټور سره همغږي کوي چې کومې برخي د خواله رسنیو لپاره د ډیجیټل یا انلاین برخې ته د اپلوډ لپاره واستوي.

خو که خپرونه ریکارډ وي، نو ستاسو کار به په دي خاطر یو څه دروند شي، هغه برخې چې کوربونو یا ډایرکټر کټ اخیستی وي یا کوربه/کوربنې کوم څه بېرته له سره لوستي یا ویلي وي، باید له ایډیټور سره شریک کړئ او توضیح ورکړئ، چې په کومه برخه کې کومه صحنه لرې شي. او یا دا چې کومه برخه کې کوم میوزیک ور اضافه شي.

پایله دا چې هره هغه څه چې د خپرونې په لړ کې ترسره کېږي، د خپرونې د مسؤول په توګه یې مسؤولیت تاسو ته راګرځي.

 

لنډیز

لنډه دا چې که تاسو د ټولنیزو خپرونو پروډیوسر یاست په کار ده، لومړی په دې اړه پوره مطالعه وکړئ. د هغو سازمانونو منشورونه ولولئ، چې موخه مو هغه سازمان ته تګ وي او د هغو سازمانانو د پروډیوسرانو اصول ولولئ چې باوري شئ او خبره یې د ژورنالېزم اساساتو پر بنسټ ولاړه وي. ټول پروډیوسران یوازې دا غواړي چې خپرونه یې پرته له کومې ستونزې، په لږ لګښت، د مدیرانو او لیدونکو په خوښه تولید او نشر شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس