معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / په کابل کې د منصور خان د ماموریت پای؛ له کرزي سره یې د مخه ښې لیده کاته کړي

په کابل کې د منصور خان د ماموریت پای؛ له کرزي سره یې د مخه ښې لیده کاته کړي

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وږي/سنبله دوهمه او د اګسټ میاشتې ۲۴مه نېټه ده) پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د پاکستان له پخواني سفیر منصور احمد خان سره د مخه ښې لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د سیمې پر روان وضعیت او پر دوه اړخیزو اړیکو بحث او خبرې کړې دي.

حامد کرزي د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر متمدنو اړیکو ټینګار کړی او دا يې د دواړو هېوادونو په ګټه بللې دي.

په کابل کې د پاکستان د سفیر منصور احمد ماموریت پای ته رسېدلی او د ځینې خبرونو پر بنسټ پاکستان یې پر ځای عبید نظامي ټاکلی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس