معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په کندوز کې د انګورو حاصلات زيات شوي

په کندوز کې د انګورو حاصلات زيات شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندوز کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې د انګورو د حاصلاتو له ۹۰ سلنې زیاتېدو خبر ورکوي.

د یاد ریاست مسوولین وايي، په پام کې ده چې په روان لمریز کال کې د دغه ولایت له ۱۴۹۳ هکټاره بڼونو څخه ۲۰۰۶ میټریک ټنه د انګورو حاصلات تر لاسه شي، چې دا شمېر تېر کال ۱۰۵۶ ټنو ته رسېده.

بل پلو یو شمېر بڼوال له مسوولینو غواړي، چې له هېواده د باندې د انګورو صادراتو ته زمینه برابره کړي.

د کندوز کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ د دغه ولایت په بڼونو کې لس ډوله انګور شته، چې مشهور هغه یې حسیني، طایپي، کېشمیشي او کله زاره دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس