د روان زېږدیز کال د آګسټ په ۱۴ مه نېټه په ګاونډي ملک پاکستان کې انوارالحق کاکړ چې د دغه هېواد په سیاسي لوبو کې نسبتاً نا پېژندل شوې څېره ده، د نوي مؤظف شوي مؤقت صداعظم په توګه لوړه ترسره کړه. په ظاهره اټکل کېږي چې ښاغلی کاکړ په راتلونکو سلو ورځو کې به د ټول ټاکنو تر ترسره کولو او هلته واک نوي منتخب حکومت ته ترسپارلو پورې پدې واک پاتې شي.
خو که د دې هېواد په هر تور او سپین حاکم پوځ په خپله خوښه کومه کودتاه وکړي یا کومه بله سیمه ییزه او نړیواله لوبه پیل شي، بیا نو د دې اټکل خلاف بل څه هم را مینځ ته کېدای شي.
د انګریزانو تر واک لاندې متحده هندوستان څخه د پاکستان په نامه د یوه جلا ملک له بېلېدو راهیسې بیا تر نن پورې په دغه جلا شوي هېواد کې ډېر کم سیاسي ثبات او استقرار را مینځ ته شوی او که چېرې یوه دوره سیاسي او د رایو ګټونکی منتخب حکومت رامینځ ته شوی نو بیا څو کلونه پرله پسې دلته پوځ حکومت کړی او آن تر ننه پورې که هلته کوم ملکي او ظاهراً د ولس په رایه حکومت هم پدې ملک کې حاکم شوی، د پردې شاه ته یې له پوځ څخه فرمان وړی او تر څو چې د پوځي واکدارانو موافقه یې نده ترلاسه کړې، هلته یې په آرامه خپله د حکومتولۍ دوره هم پای ته نده رسولې.
دا اوس هم چې په ظاهره د کرکټ لوبغاړي عمران خان تر واکمنۍ وروسته هلته د څو ګوندونو ګډ سیاسي حکومت خپله دوره پای ته ورسوله او د آزادو ټولټاکنو د ترسره کېدو لپاره لازمه شوه تر څو یو بې طرفه شخصیت د مؤقت حکومت د رییس په توګه د سلو ورځو لپاره د چارو واګې په لاس کې واخلي نو په سلا مشورو کې هم د دې هېواد د پوځ مداخله او آن د شخص په غوره کولو کې د پوځ د خوښې رنګ له ورایه ښکاري او د پېښو څارونکي او څېړونکې هغه په ډاګه ویني.
بل اړخ ته د پنجابي پانګوال شهباز شریف تر صدارت وړاندې په ټاکنو کې د دغه هېواد د کرکټ ستوري عمران خان بریالیتوب په داسې حال کې چې د دغه هېواد په سیاسي صحنه کې یې نه خاصه تجربه درلوده او نه کومه سابقه، له ورایه ښکاره وه چې د پوځ یا د پاکستانیانو په خبره د “سټیبلشمنټ” په خوښه وه او کله چې نوموړی هم په سیاسي لحاظ ناکام شو او هم یې له “سټیبلشمنټ” سره مخالفت راغی او د ټکر لاره یې غوره کړه، نو له داسې برخلیک سره مخ شو چې نه یوازې زندان یې ځای شو چې آن په ټاکنو کې له برخې اخیستو څخه هم د څو پرله پسې کلونو لپاره محروم وګرځول شو.
دا او دې ته ورته په لسګونه نورې ښکاره بېلګې شته چې د پاکستان پر ملکي سیاست کې د پوځ راج په ډاګه کوي او لکه مو چې وویل دا هم په ډاګه ده چې د کویټې د یوه بې تجربې پښتون انوارالحق کاکړ په مشرۍ د سل ورځو لپاره د یوه مؤقت حکومت په رامینځ ته کولو کې هم د پوځ یا هماغه سټیبلشمنټ له خوښې او مداخلې پرته دې کار امکان نه درلود.
طبیعي خبره ده چې مونږ او هېواد ته مو مهمه دا ده چې آیا ښاغلی کاکړ به په پاکستان کې د چارو د واګو ترلاسه کولو وروسته د دغه هېواد په بهرني سیاست کې څه خاص بدلون راوستلای شي او که نه؟ که څه هم د دې پوښتنې ځواب له یوې خوا د ښاغلي کاکړ د حکومتدارۍ د لنډې دورې د څو ورځو شپو تېرېدو ته اړتیا لري او بل اړخ ته پدې تړاو هماغه د پاکستانیانو په اصطلاح د سټیبلشمنټ خوښې او ارادې ته هم باید وکتل شي.
تر کومه ځایه چې په ظاهره ښکاري ښاغلی کاکړ او د پوځ تر نظارت لاندې د هغه سل ورځې حکومت شاید ونشي کولای د دغه هېواد په هغه بهرنۍ تګلاره او د ماجرا غوښتنې په سیاست کې کوم بدلون راولي چې له متحده هندوستان څخه د انګریزانو تر سرپرستۍ لاندې د پاکستان په نوم د یوې ټوټې خاورې له را جلا کېدو څخه را نیولې بیا تر دې دمه را روان دی.
خو که چېرې د پاکستان پوځ او د دغه هېواد په سیاسي فضا راج چلونکی سټیبلشمنټ پدې وپوهېږي چې په سیمه او نړۍ کې د بدلیدونکو حالاتو سره اړتیا دا ده چې نور دې په سیمه او ګاونډ کې را ټوکېدونکي ګواښونه او خطرونه راکم کړای شي او پرینږدي چې د خپل دایمي او تل پاتې دښمن (هند) تر څنګ دې ځان ته بل دښمن هم پیدا کړي، شاید په راتلونکو ټول ټاکنو کې داسې سیاسي ځواک ته د رابرسېره کېدو زمینه برابره کړي چې اوسنۍ ناخوالې ورو ورو راکمې او پرېږدي چې نور ګاونډیان یې هم په سوله ییزه او ارامه فضا کې ژوند وکړي. بیا هم دا هر څه به راتلونکي ښه ثابت کړای شي چې پاکستان او د دې هېواد پوځ څه غواړي او څه کوي؟ والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳