معماری
خانه / ادب و هنر / پوسټ ماډرنیزم او ښوونه روزنه

پوسټ ماډرنیزم او ښوونه روزنه

پوسټ ماډرنیزم او ښوونه روزنه

لیکوال: د کابل پوهنتون استاذ ضیاءالاسلام شیراڼی

د تاریخي لیدلوري له مخې ښوونه روزنه د ازادۍ، عقلانیت او پرمختګ په شان د لویو روایتونو بیان دی. دا چې ښوونه روزنه د مشرۍ او زده کړې خپراوي له لویو روایتونو سره تړاو لري، چې پوسټ ماډرنیزم بیا د لویو روایتونو مخالف دی او پر هغو موضوعاتو ټینګار کوي، چې له خبرو اترو، ژبې، ذوق او تصادف څخه رامنځته کېږي.

امریکایی پوه، «هنري ژیرو» چې په ښوونه روزنه کې یې ډېرې نظريې وړاندې کړې دي، په خپل اثر (پوسټ ماډرنې ښوونې روزنې پر لور) کې د پوسټ ماډرنیستي ښوونې روزنې په اړه وايي:

  • اخلاق باید د ښوونې روزنې پر محور وڅرخي.
  • علم او درسي توکي باید سپېڅلي او د نه بدلون وړ ونه بلل شي.
  • انتقادي علم باید نوي علم ته زمینه برابره کړي او د جوړښتونو په ماتولو او د موجوده نظم له محدودیتونو په تېریدو سره نویو پایلو ته ورسېږي.
  • د فرد ثابت مفهوم، چې انسان له ازلي، ابدي او نه بدلیدونکي ذات او ماهیت څخه برخمن دی، باید له سره ورغول شي او زده کوونکي باید پر دې پوه شي چې د انسان له فطرت سره سم حقیقت تل او هر ځای یوه معنا نه لري.
  • زده کوونکی باید تل په نوې طریقه د ټولنیز هویت او مناسباتو په اړه فکر وکړي.
  • فرهنګي لوستي باید په ښوونځیو کې د پیداګوژۍ په توګه وړاندیز شي. سیاسي روزنه په پوسټ ماډرنیزم کې تر ټولو مهم اړخ ګڼل کېږي.

په ماډرنیزم کې د ښوونې روزنې د موخو په اړه د نظر یووالی نشته، یو شمېر د نظر خاوندان د ماډرنې ښوونې رزونې مهمه موخه د ازادۍ په څنګ کې فردي ځاني فرمان بولي او په داسې حال کې چې یو شمېر نور بیا د ماډرنې ښوونې روزنې مهمه موخه عقلانیت او عقلاني روزنه بولي.

«اوالز» د ماډرنې ښوونې روزنې هلې ځلې په لاندې موخو ترلاسی بولي:

برابري او څرنګوالی، ښوونیزې ارزونې او پر هغو پایلو تمرکز چې ښوونکی یې له درسي ټولګي ترلاسه کولای شي.

یو بل پوه، «هربرت» د ښوونې روزنې په اړه په خپله تیورۍ کې وایي چې ښوونکی ټاکلې موخې ته پاملرنه کوي او زده کوونکی پر هغو تمرینونو کار کوي چې ښوونکي ورکړي؛ خو د «دیویي» په روزنیزه تیورۍ کې موخه زده کوونکی دی. دی له زده کوونکي غواړي، چې د کوچنیو پوهانو په څېر چلن وکړي او دا راز د مسایلو پر ډلبندۍ او ګټو ټینګار کوي. د «فریره» له نظره روزنیزه موخه د مبارز ښوونکي په لاس کې ده او باید زده کوونکي په سیاسي مسایلو کې د نظر د خاوندانو په څېر ګډون وکړي.

خو په پوسټ ماډرنیزم کې ښوونکي او زده کوونکي هر یو خپل خپل ځای لري. ښوونکي روزنیزې موخې ته پاملرنه کوي او حساسیت او رښتیانۍ ته په پاملرنه فلم، رومان، طنزي کتابونو او نورو روزنیزو وسایلو ګټه اخلي. په پوست ماډرن نړۍ کې تربیتي عمل د زده کوونکي د ژوند د مسایلو او مسایلو ترمنځ چې د وسایلو او فرهنګي توکو په وسیله وړاندې کېږي، یووالی او وحدت رامنځته کوي. ښوونکي باید د هغو متنونو څارنه وکړي چې زده کوونکي یې جوړوي. البته د زده کوونکو له لوري جوړ شوي متنونه کیدای شي یو طبیعي یا یو استعاري متن وي، چې ښوونکي په ځانګړي ډول باید استعاري متنونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د پوسټ ماډرنیزم له نظره بریالی تدریس هغه دی، چې مکالمه او خبرې او اترې پکې وي او له ټولګي بهر نړۍ سره اړیکه جوړه کړي.

په ښوونه روزنه کې د پوسټ ماډرنیزم له مخې تدریسي لارې چارې ((خبرې اترې)) او ((تمرین)) دی. اخلاقي بحث باید اړیکو، وړتیا، ښاري موقعیت او ټولنیزو فعالیتونو ته په پام وټاکل شي. ښوونکي باید پوه وي، چې بېلابېل بحثونه څه ډول بېلابېلې اخلاقي مراجع زده کوونکو ته په ګوته کوي. په دې دود کې ښوونکی درسي مطالب زده‌کوونکو ته مخې ته ږدي او له هغوی نه غواړي، چې مطالب وشني.

په پوسټ ماډرن ښوونځیو کې د مدیریت کلمه د اداره کولو په اړه له کاره لوېدلې ده. ښایي «رهبري» د مدیریت وړ کلمه وي، ځکه په پوسټ ماډرنو ښوونځیو کې د مشرۍ رول چې تر مدیریت پر مختللی دی، اهمیت لري.

په ټوله کې پوسټ ماډرنیزم د نورور برخو په شان د ښوونې روزنې په برخه کې هم یو لیدلوری نه لري. د پوسټ ماډرنیزم له مخې په ښوونه روزنه کې بله د پام وړ موضوع کوچنیو فرهنګونو ته پاملرنه ده.

د ماډرنیزم هڅه دا وه، چې یو فرهنګ ټولمنلی او بنسټیز کړي، خو پوسټ ماډرنیزم د ماډرنیزم پر خلاف په دې هڅه کې دی، چې د ښوونې روزنې له لارې فرهنګي ګڼوالي (تکثر) ته مخه کړي.

پوسټ ماډرنیزم د هغې ښوونې روزنې پلوی دی، چې په هغې کې د نورو (other)[1] غږ هم واورېدل شي. پوسټ ماډرنیزم وایي، چې که په یوه ټولنه کې د ښوونې روزنې د درسي کتابونو په متن کې د یو مسلط فرهنګ اغېز وشي او ډسکورس رامنځته شي؛ هو د وړو فرهنګونو غږ به هم واورېدل شي.

پوسټ ماډرنیزم ښوونکی هغه روڼاندی بولي، چې خپلو زده کوونکو ته د فرهنګي نظام په اړه معلومات ورکوي او له دې نظام سره یې اشنا کوي. «ژیرو» د پوسټ ماډرنیزم له پلویانو څخه دی. دی د «ښوونکي د روڼاندي په توګه» اثر لري، په دې اثر کې دی غواړي ثابته کړي، چې ښوونکي یوازې په کسب کې مهارت ته اړ نه دي. په بله وینا ښوونه یو هنر دی او ښوونکی هنروال دی.

[۱]  Other: هغه فرهنګ یا ملتونه چې ماډرنیزم پردي یا دښمن ګڼل، لکه شرق د غرب لپاره؛ خو پوسټ ماډرنیزم خپل کړل.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس