معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پوهنې وزارت: خلک نه غواړي چې اوسنیو شرایطو کې یې لوڼې ښوونځي ته لاړې شي؛ خک: نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه ور کړئ.

پوهنې وزارت: خلک نه غواړي چې اوسنیو شرایطو کې یې لوڼې ښوونځي ته لاړې شي؛ خک: نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه ور کړئ.

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د وږي/سنبلې ۲۰مه او د سپټمبر میاشتې ۱۱مه نېټه ده) د پوهنې سرپرست وزیر نن په ارزګان ولایت کې یوې غونډې ته ویلي، چې اوسنیو شرایطو ته په پام خلک نه غواړي چې خپلې ۱۶کلنې لوڼې ښوونځيو ته واستو.
خو هغه نه ده څرګنده کړې چې اوسني شرایط ولې او څه ډول له شپږم ټولګي پورته زده کړو په موخه د نجونو لپاره مناسب نه دي او خلک یې ولې مخالفت کوي.؟
نورالله منیر ورته مهال ټینګار وکړ، چې هڅه کوي څو ژر نجونو ته په خوندي چاپېریال کې د زده کړو شرایط برابر کړي.
د پوهنې سرپرست وزیر زیاته کړې، دوی به هېڅکله داسې کار ونه کړي چې د خلکو د کلتور مخالف وي.

منیر په داسې حال کې دا خبره کوي، چې تېره ورځ په پکتیا کې نجونو وروسته تر هغې اعتراضي لاریون وکړ، چې ښوونځیو ته د تګ مخه یې و نیول شوه.

په پکتیا کې د ځینو سیمو ښوونځي د قومي مخورو او د زده کوونکو د کورنیو په خوښه پرانستل شوي و خو دا چې یاده پرېکړه د پوهنې وزارت نه وکړې بېرته له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو در وازې و تړل شوې.

له هغې وروسته پر خواله رسنیو هم د حکومت دغه پرېکړه په پراخه کچه و غندل شوه او خلکو غوښتنه وکړه چې د لوڼو پر وړاندې یې دې د ښوونځیو دروازې پرانستل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس