ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د وږی/سنبلې ۲۰مه او د سپټمبر میاشتې ۱۱مه نېټه ده) د پوهنې سرپرست وزیر نن په ارزګان ولایت کې یوې غونډې ته ویلی، چې اوسنیو شرایطو ته په پام خلک نه غواړی چې خپلې ۱۶کلنې لوڼې ښوونځیو ته واستو.
خو هغه نه ده څرګنده کړې چې اوسنی شرایط ولې او څه ډول له شپږم ټولګی پورته زده کړو په موخه د نجونو لپاره مناسب نه دی او خلک یې ولې مخالفت کوی.؟
نورالله منیر ورته مهال ټینګار وکړ، چې هڅه کوی څو ژر نجونو ته په خوندی چاپېریال کې د زده کړو شرایط برابر کړی.
د پوهنې سرپرست وزیر زیاته کړې، دوی به هېڅکله داسې کار ونه کړی چې د خلکو د کلتور مخالف وی.
منیر په داسې حال کې دا خبره کوی، چې تېره ورځ په پکتیا کې نجونو وروسته تر هغې اعتراضی لاریون وکړ، چې ښوونځیو ته د تګ مخه یې و نیول شوه.
په پکتیا کې د ځینو سیمو ښوونځی د قومی مخورو او د زده کوونکو د کورنیو په خوښه پرانستل شوی و خو دا چې یاده پرېکړه د پوهنې وزارت نه وکړې بېرته له شپږم ټولګی پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو در وازې و تړل شوې.
له هغې وروسته پر خواله رسنیو هم د حکومت دغه پرېکړه په پراخه کچه و غندل شوه او خلکو غوښتنه وکړه چې د لوڼو پر وړاندې یې دې د ښوونځیو دروازې پرانستل شی.
گهیځ