معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پوهنې وزارت ویلي، زده کړه د هر افغان لپاره اړینه ده

پوهنې وزارت ویلي، زده کړه د هر افغان لپاره اړینه ده

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۵ مه نېټه):
سره له دې چې افغانستان باندې د اوسني حکومت تر واکمنۍ وروسته لومړی له اووم ټولګي پورته او وروسته بیا پوهنتونونو کې هم د نجونو پر زده کړو بندیز ولګېد، د پوهنې وزارت وایي، هېواد کې دوه نیم میلیونه نجونې ښوونځیو ته ځي.
دوی وایي، پوهنه د هر افغان لپاره اړینه ده او دوی هڅه کوي چې خپلو افغانانو ته با کیفیته ښوونیز خدمتونه وړاندې کړي.
د پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له اقتصادي محدودیتونو سره_سره یې په افغانستان کې ۱۹ زره ښوونځي او ۱۳ زره دیني مدرسې پرانستي ساتلي.
افغانستان د نړۍ په کچه یوازینی هېواد دی چې اکثریت نجونې او مېرمنې یې له اووم پورته لېسو او پوهنتونونو ته له ورتګه منع شوي دي، خو چارواکي بیا ټینګار کوي چې دوی ته د اسلام په چوکاټ کې د زده کړه ییز چاپېریال پر برابرولو بوخت دي.
تازه د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم د سې شنبې ورځ یو وار بیا پر اوسنیو افغان چارواکو غږ وکړ، چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې شته بندیزونه لرې کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس