معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پکتيا کې شديدو بارانونو او سيلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي

پکتيا کې شديدو بارانونو او سيلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۷ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي رياست مسوولينو ویلي، چې د شديدو بارانونو او سيلابونو له امله د دې ولايت یو شمېر سیمو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د خبر له مخې د سیلابونو له امله څمکنيو ولسوالۍ کې يو شپږ کلن ماشوم خپل ژوند بایللی او په مرکز ګرديز اړوند دولت زيو کلي کې بیا پر يو کور آسماني تندر غورځيدلی چې يادې کورنۍ ته يې ګڼ مالي زيانونه اړولي دي.
د ځایي مسوولینو په وینا د تندر غورځېدو له امله د دغې کورنۍ يوه خونه په بشپړه توګه سوځېدلې، چې په کې موجود سامانونه هم له منځه تللي دي.
دغه ولایت کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ریيس ويلي، د شديدو بارانونو او ږلۍ له امله په لسګونه جريبه کروندې زيانمنې شوې چې ګڼ شمېر بزګرانو ته يې مالي تاوانونه له امله اوښتي دي.
بل لور بیا ولايتي چارواکو ډاډ ورکړی، چې زيانمنو سره پر وخت مرستې شوي او لاهم هڅې کوي، چې لاسنيوی يې وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس