معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پکتیکا کې د زلزله ځپلو زرو کورنیو ته د کور جوړولو نغدې پیسې ورکول کیږي

پکتیکا کې د زلزله ځپلو زرو کورنیو ته د کور جوړولو نغدې پیسې ورکول کیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیکا ولایتي ادارې ویلي، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري په مالي مرسته ګيان ولسوالۍ کې زلزله‌ ځپلو ته د زر کورونو د جوړېدو چارې پیل شوې.

د ولايت د دفتر رییس ویلي، په يادو کورونو به ټول پنځه ميليونه ۸۰۰زره امريکايي ډالره لګښت راشي، چې هر کور به دوه خونې، یوه اشپزخانه او یو تشناب ولري.

د دغو کورونو د جوړېدو لپاره به هرې کورنۍ ته ۵۸۰۰ امريکايي ډالره په نغدي ډول ورکړل شوې، څو خپل کورونه پرې جوړ کړي.

ګيان ولسوالۍ شاوخوا دوه کاله وړاندې يوې زوروې زلزلې ولړزوله، چې سلګونه کسانو په‌ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او په سلګونه د هستوګنې کورونه هم ویجاړ شول.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس