معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پکتیکا کې د ۱۱ کیلو متره سړک د بیارغونې چارې په دوهم ځل بل قراردادي شرکت ته ورکړل شوې

پکتیکا کې د ۱۱ کیلو متره سړک د بیارغونې چارې په دوهم ځل بل قراردادي شرکت ته ورکړل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د پکتیکا ولایت د ټولګټو چارو ریاست له مرکز ښرنې تر مټاخان ولسوالۍ پورې د ١١ کیلو متره سړک د داغګيرۍ چارې چې مخکې د بل قراردادي شرکت له لوري د بې کېفیته کار له امله ځنډېدلې وې، په دوهم ځل نوي شرکت سره پیل کړې.
د یاد سړک د پرانېستيلو پرمهال د پکتیکا والي ویلي، چې د ټولګټو چارو ریاست په مالي ملاتړ له مرکز ښرنې نه تر مټاخان ولسوالۍ پورې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ١١ کیلو متره سړک د داغګیرۍ چارۍ به له دريو تر څلور میاشتو پورې دوام وکړي.
د یاد ولایت د ټولګټو چارو رییس ویلي، چې یو ځل مخکې د بل قراردادي شرکت له لوري یې چارې پیل شوې وې، خو د بې کېفیته موادو او د ناسم کار له امله یې اوس بل شرکت سره قرارداد وکړ.
د خبر پر بنسټ دغه شرکت مسوولینو ویلي چې دوی به اوس د هوکړه لیک سره سم ټولې چارې په منظم ډول مخکې وړي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس