کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۲ نېټه):
د راپورونو له مخې د پکتيکا په ټولو ولسوالیو کې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د ۷۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د اوبو ذخيره کولو ۲۵ کوچني چکډېمونه جوړیږي.
د راپور پر بنسټ، د دغو چکډمونو د جوړولو چارې په سروبي او مټاخان ولسواليو کې عملاً پيل شوې.
د مسوولينو په وينا د پاتې نورو چکډمونو چارې به هم د روانې اونۍ تر پايه پيل شي.
هېره دې نه وي چې تر دې وړاندې د حکومت د امیر له لوري هم د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د یو – یو چکډیم د جوړولو سپارښتنه شوې وه.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/