معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پېښور کې د تېرې ورځې چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر سلو ته ورسېد

پېښور کې د تېرې ورځې چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر سلو ته ورسېد

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۱ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې په پېښور کې د پولیسو د مرکز اړوند یو جومات کې د شوې چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر سل تنو ته لوړ شوی دی.
دغو رسنیو د ځایي چارواکو له قوله زیاته کړې، چې چاودنه کې ۲۲۱ تنه نور ټپيان شوي هم دي، چې د ځینو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
ځایي چارواکو دغه شمېرې د ودانۍ له شاوخوا د ژغورنې عملیاتو پای ته رسېدو څخه وروسته اعلان کړي دي.
د دغې خونړۍ چاودنې له امله پاکستان کې ملي ماتم هم اعلان شوی دی.
هېره دې نه وي چې پاکستاني طالبانو هم دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس