کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت ویاند خبر ورکړی، چې ځانګړو ځواکونو وروستیو بریدونو کې لاس لرونکو د ګروپ مهم غړي نیولي.
مجـ ـاهد ویلي، د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست پر کارکوونکو بریدکوونکی د بلوچستان په مستونګ کې د داعـ ـش خراسان څانګې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته راغلی و.
نوموړي زیاته کړې، چې د داعـ ـش دې ګروپ کابل کې د یاد ریاست پر کارکوونکو تېره میاشت د سنبلې ۱۲ مه برید طرحه کړی و او همدارنګه یې کابل کې د نورو بریدونو ترڅنګ بامیانو ولایت کې په خارجي سېلانیانو برید کې هم لاس درلود.
د حکومت ویاند ویلي، د دې ګروپ پر ضد عملیات د ځانګړو ځواکونو لخوا په کابل او ننګرهار کې سرته رسېدلي دي.
نوموړي همداراز زیاته کړې، چې د دې برید د طراح او تنظیموونکي له پټنځای څخه یو کس تاجکستانی تبعه هم یو انفجاري واسکټ، دوه میله وسلې او مهماتو سره نیولی شوی، چې غوښتل یې ځان وژونکی برید ترسره کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/