معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / چارواکي سپین بولدک کې د ټرانزیټ ځانګړې لارې د پرانیستل کېدو خبر ورکوي

چارواکي سپین بولدک کې د ټرانزیټ ځانګړې لارې د پرانیستل کېدو خبر ورکوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۹ نېټه):
د راپورونو له مخې په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ټرانزیټ ځانګړې لار تېره ورځ پرانیستل شوه.
د کندهار ولایت مقام رسنیز دفتر هم ویلي، چې د کندهار_چمن ترمنځ د ترانزیټ دا ځانګړې لار د سپین بولدک ولسوالۍ د کمیسارۍ او د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې پر هڅو د دې ولسوالۍ په زاړه کلي کې جوړه او د ټرانزیټ او هر ډول سوداګریزو مالونو د تګ_راتګ پر مخ خلاصه شوه.
د ټرانزیټ دغه ځانګړې لار په داسې مهال پرانیستل کیږي، چې دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو لړۍ سسته شوې، چې ډېری افغان سوداګر یې علت د پاکستاني چارواکو له لوري افغان سوداګرو سره د مور او مېرې چلند بولي.

ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس