کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۳۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسلام آباد کې د افغانستان سفارت سرپرست له ځينو چینایي پانګوالو سره لیدلي.
د خبر پر بنسټ، اسلام آباد کې د افغانستان سفارت پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې په دې لیدنه کې چینايي پانګوالو ویلي غواړي چې په افغانستان کې د لمریزې برېښنا په برخه کې د ٥ سوه میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.
دغه سفارت پر ټویټر پاڼه همدارنګه لیکلي چې د افغانستان سفارت سرپرست یادو پانګوالو ته ډاډ ورکړی، چې افغان حکومت اقتصاد محوره پالیسۍ تعقیبوي او هر هغه پانګونې ته ښه راغلاست وايي، چې رڼه او د عامو افغانانو په ګټه وي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/