معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / چینایي سوداګر د ایران په عباس بندر کې پانګونه کوي

چینایي سوداګر د ایران په عباس بندر کې پانګونه کوي

کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی لومړی):
د راپورونو له مخې چين د ايران په بندر عباس کې خپله نوې کونسلګري پرانيستلې چې ټاکل شوې ده چينایي سوداګر په دغه مهم بندر کې پانګونې پيل کړي.
ايران کې د چين سفير چانګ هواف تېره ورځ د کونسلګري د پرانيستې مراسمو ته په وينا کې ويلي چې د ايران سويلي سيمې د سوداګرۍ لوړ پوټنشيل لري. هواف زياته کړې چې په بندر عباس کې د چين پانګونه به د سيمې د لا ډېرې اقتصادي غوړېدا او دندو د رامنځته کېدو سبب شي.
په بندر عباس کې د چين کونسلګري تر هغې شاوخوا يو کال وروسته پرانيستل شوه چې تهران او بيجينګ د اقتصادي همکاريو اوږدمهاله هوکړه وکړه. په دې هوکړه کې په بندر عباس کې د چين کونسلګرۍ ته د فعاليت د جواز ورکړه هم شامله وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس