معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / چین او روسیه افغانستان کې خپلې پانګونې ته ډېرښت ورکوي

چین او روسیه افغانستان کې خپلې پانګونې ته ډېرښت ورکوي

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت چارواکو ويلي، د افغانستان ګاونډي او د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه چین او روسیه لېواله دي، چې دلته خپلې پانګونې زیاتې کړي.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یو شمېر روسي پانګوالو د سرپرست حکومت له اقتصادي مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې غواړي افغانستان کې د زېربناوو، صنعت، سوداګرۍ، ټرانسپورټ، کرنې، اوسپنې پټلۍ او روغتیا برخو کې پانګونه وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې اقتصادي مرستیال ویلي، چې افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر شوي او سرپرست حکومت له ټولو پانګوالو ملاتړ کوي.

په همدې حال کې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو هم د افغانستان د نفتو په استخراج کې د چینايي پانګوالو د لېوالتیا خبر ورکړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس