معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / چین او قطر د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

چین او قطر د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي لومړی نېټه):
د راپورونو له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت ويلي، چې چین او قطر د افغانستان پر نفتو او ګازو پانګونې ته لېواله دي.
د دغه وزارت ویاند زیاته کړې، چې د دغو دواړو هېوادونو استازو په تېره یوه میاشت کې د نفتو د استخراج په تړاو د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره کتلي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت زیاتوي چې قطر غواړي د افغانستان تېل استخراج کړي او په دې برخه کې ښه تجربه لري.
له دې سره سم د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین له سرپرست حکومته غواړي، چې بهرنیو پانګوالو ته د کانونو په سپارلو کې ملي ګټې په پام کې ونیسي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس