معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / چین بامیانو کې د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پر پروژې کار پیلوي

چین بامیانو کې د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پر پروژې کار پیلوي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر او په کابل کې د چین سفیر په بامیانو ولایت کې د لمریزې برېښنا پروژې له سیمې څخه لیدنه کړې.

د اوبو او انرژۍ وزارت د مسوولینو په وینا د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د دغې لیدنې موخه، د یادې پروژې د پلي کولو لپاره د زمینې برابرول بللي او زیاته کړې یې ده، چې په بامیانو کې د لمریزې برېښنا پروژې لومړني مطالعات مخکې ترسره شوې او ټاکل شوې دغه پروژه د چین په بلاعوضه مرسته پلې شي.

په ورته مهال کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ ډاډ ورکړی، چې هېواد یې د دغې پروژې پلې کولو ته ژمن دی.

د لمریزې برېښنا یاده پروژه به د ۲۰ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا ولري، چې په پلې کېدو سره به یې برېښنا ته د لاسرسي په برخه کې د بامیانو خلکو ستونزې تر ډېره بریده هوارې شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس