معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / چین: د اوسنیو ستونزو ملامتیا د امریکا په غاړه ده

چین: د اوسنیو ستونزو ملامتیا د امریکا په غاړه ده

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د چنګاښ ۱۴مه او د جولای ۵مه نېټه ده) په کابل کې د چین سفیر وانګ یې ویلي چې په افغانستان کې د اوسنیو سیاسي او اقتصادي ستونزو پړه د امریکا په غاړه ده.
هغه زیاته کړې ده چې په افغانستان کې د روانې بې ثباتۍ لامل په دغه هېواد کې د امریکا غیر مسوولانه لاس وهنه ده.
د وانګ یې په باور؛ امریکا د دغه هېواد مالي زیرمې محدودې کړې دي چې له امله یې اوس افغانان په یوه مړۍ ډوډۍ پسې حیران دي، په داسې حال کې چې ۴۳ میلیارد ډالر یې د اوکراین لپاره ځانګړې کړې دي.
نوموړي دا څرګندونې د افغانستان سرې میاشتې ټولنې ته په پکتیکا او خوست کې د وروستۍ زلزلې زیانمنو لپاره د چین هېواد د نقدي او غیر نقدي مرستو د تسلیمېدو پر مهال کړې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس