معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ډبلیو ایف پي افغانستان د سېلابونو پر وړاندې زیان منونکی هېواد بللی

ډبلیو ایف پي افغانستان د سېلابونو پر وړاندې زیان منونکی هېواد بللی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP پر خپلې اېکس پاڼې ویلي، چې افغانستان د اقلیم د بحران په ځانګړې توګه د سېلابونو پر وړاندې یو له خورا زیان منونکو هېوادونو څخه دی.

د دوی په خبره افغانستان، بنګلدېش، هند او نیپال کې د وروستیو بارانونو او سېلونو له امله د شاوخوا شپږ میلیونه ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ شوی دی.

دا سازمان وایي، چې افغانستان کې يې د سېلابونو د مخنيوي او زرګونه هکتاره ځمکې د خړوبولو لپاره کانالونه او محافظوي دېوالونه جوړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې د افغانستان په ګډون پورته هېوادونو کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د سمدستي اقداماتو غوښتنه هم کړې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس