معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ډېر ژر به د خواف_هرات اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته انتقالات پيل شي

ډېر ژر به د خواف_هرات اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته انتقالات پيل شي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۳۰ مه نېټه):
د اوسپنې پټلۍ ادارې د یو ټویټ په کولو سره ویلي، چې افغانستان ته به ډېر ژر د خواف_هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو بهیر پيل شي.
دوی زیاته کړې، چې د یادې ادارې پلاوي د خواف_هرات اوسپنې پټلۍ درېیمې ټوټې، د غوریانو او روزنک سټېشنونو په ګډون له یو شمېر نورو برخو څخه لیدنه هم کړې ده.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په خبره د یادې لیدنې پر مهال یې د غوریان سټېشن رسماً ایراني لوري ته سپارلی، څو هغوی په کې خپل تخنیکي دفترونه فعال او د ریل پټلۍ پاتې تخنیکي چارې د شوې ژمنې له مخې پوره کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس