کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۵ مه نېټه):
ګهیځ نیوز ته د رسېدلو اطلاعاتو له مخې ښایي د لنډو څو ورځو په ترڅ کې چک جمهوریت کې د افغان سفارت چارې هم د اوسني سرپرست افغان حکومت ډیپلوماټانو ته وسپارل شي.
د موندنو له مخې په چک جمهوریت کې د افغانستان سفیر شهرزاد اریوبي هم په دې اړه د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره خبرې کړي.
موندنې ښیي چې چک جمهوریت کې ډیپلوماټیکه دستګاه په منظمه توګه د بهرنیو چارو وزارت سره تماس کې خپل فعالیتونه مخته وړي.
تر دې وړاندې ایران، ترکیې او متحده عربي اماراتو کې هم د افغان سفارتونو او کونسلګریو چارې د اوسني سرپرست افغان حکومت ډیپلوماټانو ته وسپارل شوې.
که څه هم بهرنیو چارو وزارت په دې اړه هیله مندي ښودلې، خو دغه سفارت ته د اوسني حکومت د ډیپلوماټانو د ورتلو په تړاو یې رسماً څه نه دي ویلي
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/