کابل گهیځ نیوز ( ۴ اسد ۱۴۰۳):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو ویلي، چې کابل ته د پنجشېر سیند د اوبو د لېږد پروژې په عملي کېدو سره به په دغه ولایت کې ۲ میلیونه کسانو ته د څښاک اوبه برابرې شي.
د چارواکو په خبره کابل ته د پنجشېر سیند د اوبو د را لېږد پروژې سروې بشپړه شوې او د سرپرست حکومت د مشر له پرېکړې وروسته به د دغې سترې پروژې عملي چارې پیل شي.
دغه پروژه د پنجشېر له مرکز بازارک څخه د کابل تر تره خېلو پورې۲۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د ۱۷۰ میلیونه ډالرو په لګښت به د سرپرست حکومت لخوا پلې شي.
د سرچنې د معلوماتو له مخې یاده پروژه به د دریو کلونو په موده کې بشپړه او د اوبو په برخه کې به د کابل ښار د ۲ میلیونه اوسېدونکو ستونزه حل شي.
ــــــــــــــ
گهیځ نیوز از گوشه و کنار کشور و از اطراف و اکناف جهان، با تازه ترین اخبار، وقایع، مصاحبه ها، گزارش ها و تبصره ها روی داغ ترین قضایا ومهم ترین رخداد ها با در نظر داشت اصل دقت و توازن هر ساعت خدمت شما تقدیم می کند. ادرس های خبری ما:
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/