معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل د کال په لومړنی واورې وپوښل شو

کابل د کال په لومړنی واورې وپوښل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۳ مه نېټه)

له تېرې شپې راهیسې کابل ښار باندې د کال لومړنۍ واورې خپل سپین ټغر پوښلی، چې ورسره د ښار هوا د پاکېدو تمه ډېره شوې.

د چارو د پوهانو په باور واورې د هوا پاکوالي لپاره ګټورې دي او د ځمکې لاندې اوبو تغذیه کولو او د پسرلي ترڅنګ اوړي کې د سیندونو لپاره د اوبو برابرولو کې هم مهم رول لري.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ادارې د تېرې ورځې د اټکل په اساس، له نیمروز ولایت پرته په ټولو غرنیزو سیمو کې د واورې اورښت او په هوارو سیمو کې د تندو بارانونو امکان څرګند شوی دی.

د اټکل له مخې، د باران کچه به له ۱۵ څخه تر ۵۰ ملي مترو پورې وي. د واورې کچه بیا له ۱۰ څخه تر ۵۰ سانتي مترو پورې رسیږي.

د یوې تقریبي محاسبې له مخې افغانستان نږدې ۵۲ سلنه اورښت یواځې د ژمي په دریو میاشتو کې ترلاسه کوي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس